کابل ټکی کام ( دوشنبه ، ۲۷ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دګډحکومت د ملي امنيت سلاکارحمدالله محب دننګرهار ولایت په امنیت اندېښنه ښودلې او امنيتي بنسټونو ته یې سپارښتنه کړې چې په ننګرهار کې د جنایي جرمونو، اختطاف او سازمان شویو ترورونو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.
دهېواد د ملي امنيت شورا له دفتره رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امنیتي سکټور ناسته کې د ننګرهار په ګډون د ځینو ولایتونو پر امنیتي وضعیت بحث شوی دی.
سرچينه کاږي، ملي امنیت سلاکار د امنیتي بنسټونو د مسوولینو له راپور اورېدو وروسته هغوی ته دنده وسپارله چې د ننګرهار ولایت د لا زیات امنیت ټینګښت او دغه ولایت کې د جنایي جرمونو، ترورېسټي فعالیتونو، اختطاف او سازمان شویو ترورونو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.
ننګرهار یوله هغو ولایاتو څخه دی چې دداعش فعالیتونه پکې ترسترګوکېږي، اویوشمېرڅېړونکي اوسیاسیون دداعشي پديدې ترشاه دحکومت له ملا تړ خبر ورکوي.
ځکه نو داولایت دډېرو بدوناخوالو شاهد دی، هره ورځ پکې احناف علمآء ترور کېږي، دحکومت تر سترګو لاندې سرمایه دار خلک تښتول کېږي او وژل کېږي؛ خو حکومت پټه خوله دی، هېڅ اقدام نکوي.


















