ترکیه: د ناقانونه کډوالو بیړۍ ډوبه شوې، ۸ تنه مړه شوي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۷ غبرګولي، ۱۳۹۸)

د ترکیې په موغلا ولایت کې د ناقانونه کډوالو هغه بیړۍ چې د یونان پر لور رهي وه، ډوبه شوې ده.

دا پیښه نن سهار د بودروم ولسوالۍ د تورګوت رئیس نومي کلي ته څیرمه رامنځته شوې او ځاني تلفات یې اړولي دي.

سیمې ته د ژغورنې ډلې هغه مهال ورسېدې او د ورکړل شویو راپورونو په اساس چې کښتۍ ۳۴ متره د اوبو تل ته کوزه شوې وه.

د ژغورنې ډلې د ۸ تنو مړو جسدونه پیدا کړي، پاتې نور یې ژوندي ژغورلي او د یوه تن جسد ورک دی.

تر اوسه لا مالومه نه ده چې د کښتۍ د ډوبیدو لامل څه وو او په کښتۍ کې د سپرو کسانو هویت هم لا نه دی مالوم شوی.

په ترکیه کې ناقانونه کډواله چې ډیری وخت زیات افغانان هم پکې وي، له ورته ستونزو او تکلیفونو سره مخ کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button