قریشي: په افغانستان کې سوله او امن غواړو

کابل ټکی کام( شنبه، ۱چنګاش، ۱۳۹۸)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي چې په افغانستان کې د تل لپاره سوله او امن غواړو.

قریشي چې نن یې په پاکستان کې د افغان سولې په اړه د غونډې پیل په خپله وینا وکړ، وویل چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره درناوی لري او غواړي چې په دې هیواد کې سوله وي.

قریشي د دواړه خواو اړیکو ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن په شیطاني چلونو د دې دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالي ته لار هواروي چې په وینا یې موږ باید په ګډه د دې کار مخه ونیسو.

دی وایي، موږ تل په دې باور وو چې د افغانستان مسئله د خبرو له لارې حل کیدای شي او په وینا یې نن نړیواله ټولنه هم دې ټکي ته رسیدلې چې د افغانستان د شخړې حل په جګړه نه، په خبرو راتلای شي.

نن پاکستان د افغان سولې په اړه د یوه کنفرانس کوربه دی چې د افغانستان څخه د ګلبدین حکمتیار، محمد محقق، لطیف پدرام، کریم خلیلي په ګډون لسګونه نور سیاسیون ورغلي دي.

په دې غونډه کې د پاکستان لوړپوړي چارواکي هم ګډون لري.

طالبان دې غونډې ته نه دي ورغلي.

مربوطه مطالب

Back to top button