کابل ټکی کام (شنبه ، ۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
یوشمېر امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی چې دامریکا په کانګریس کې د دیمکرات ګوند غړو د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د لاسوهنې له کبله د روسیې پرضد د پراخو بندیزونو یوه طرحه وړاندې کړې چې پر ځینو ډېرو شتمنو وګړو بندیزونه هم پکې شامل دي.
ګانګریس په دې طرحه کې چې پرون وړاندې شوه، د دواړو ګوندونو د پخوانیو وړاندیزونو ځیني برخې را اخیستي.
دا ګروپ هیله لري چې د کانګرس دواړه خونې به یې تصویب کړي.
په طرحه کې بهر ته د روسیې د طبیعي ګازو د لېږد پر پروژو، بانکونو، سیاستوالو او د ولسمشر پوتین پر یو شمېر نږدې کسانو بندیزونه لګېدلي دي.
طرحه د انلاین امنیت او په دې برخه کې د شفافیت د تامین غوښتنه هم کوي.
روسیې تردې وړاندې هم دارنګه راپورونه ناسم بللي وو اودتحقیقاتو غوښتنه یې کړې وه، ټرمپ هم ددې قضیې له تحقیق وروسته بری تر لاسه کړی وو او خپلو ملګرو یې ورته مبارکي ویلې وه.


















