کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۱۱چنګاش، ۱۳۹۸)
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هیواد یې تر دې دمه تر درې سوه کیلو زیات یورانیم لري او په ټکو یې چې دې لړۍ ته به همداسې دوام ورکړي.
حسن روحاني ویلي، ترڅو چې د نړۍ ځواکمن هیوادونه د ۲۰۱۵م کال اتومي تړون ته پوره متعهد نه وي پاته شوي، دوی به د یورانیمو غني کولو ته همداسې دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له قوله ایراني رسنیو خبر ورکړ چې دې هیواد د یورانیمو په تولید کې زیاتوالی راوستی دی، د ۲۰۱۵م کال تړون کې ګډو پنځو هیوادونو تیره ورځ له ایرانه وغوښتل چې دوی باید دې تړون ته ژمن پاته شي.
ویل کیږي، که ایران د یورانیمو تولید ته په همدې کچه دوام ورکړي نو ډیر ژر به د اتومي ځواک خاوند شي.
د امریکا او د ایران ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې ډیرې خړې پړې شوي او امریکا په ایران د بندیزونو لړۍ همداسې جاري ساتلې ده.

















