ډاکټر یوسف اکبري
افغانستان ته د امریکایانو په یرغل او راتلو سره، امریکایانو له امریکا نه هغه سپی وینځونکي افغانان چې په امریکا کې یې د امریکایانو سپی پریمنځل او د خپل ژوند لپاره یې له دې لیارې یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کوله، هم له ځانه سره افغانستان ته راوستل او دلته یې پر حکومتي سترو سترو پوسټونو وګمارل. خو دا چې په امریکا کې د داسې افرادو مغزونه له دین، اسلام او افغانیت نه وینځل شوي دي نو ځکه کله ناکله له خپلو بوی ناکو خولو د اسلام ، خدای، قرآن، پیغمبر او افغانیت ضد ناوړه او کرغیړنې ناپاکې خبرې له خولې باسي، چې له جملې نه یې په دې وروستیو کې یوه هم فرخنده زهرا نادري وه چې په پګړۍ او حجاب پسې یې په عام محضر کې ملنډې ووهلې.
حال دا چې حجاب د مسلمانو ښځو لپاره د عفت، تقوا او پاکیزه ګۍ ستره نښه ده، او له آسمان نه فرض کړای شوې ده، چې د مسلمانو ښځو په ژوند کې حیاتي اهمیت لري، اغوستل یې عبادت ګڼل کیږي چې جنت ته د تلو ستر سبب ګرځي.
دا هم جوته ده چې حجاب په ټولنه کې د مفاسدو او اخلاقي انحطاطاتو ستر خنډ ګرځي، او همدا راز حجاب د افغانستان د اصیلو او متدینو خلکو له دودونو او خورا پخوانیو عنعناتو څخه هم دی.
څوک چې په حجاب پسې او یا هغو ښځینه و پسې چې حجاب یې اغوستی وي تمسخر، استهزاء، سپکاوي او ملنډې وهي د محمدي ص شریعت له مخې له اسلام نه وتلی (کافر) ګڼل کیږي.
په حجاب پسې ملنډې وهوونکي به د قیامت په ورځ په دردناک عذاب سره په دوزخ کې عذابول کیږي او د اور په لمبو کې به سوځي، الله تعالی د داسې خلکو په اړه په قرآنکریم کې فرمایي:
“ولئن سألتهم ليقولن إنما كنا نخوض ونلعب قل أبالله وآياته ورسوله كنتم تستهزئون () لا تعتذروا قد كفرتم بعد إيمانكم إن نعف عن طائفة منكم نعذب طائفة بأنهم كانوا مجرمين()”
کله چې د قیامت په ورځ له دوی نه پوښتنه وشي چې ولې د اسلام د مبین دین په احکامو او آسماني فرایضو پورې مو ملنډې وهلې؟ د دوې ځواب به دا وي چې مونږ هسې ټوکې کولې، خو په ځواب کې به ورته وویل شي چې آیا په الله تعالی او د هغه په آیتونو او د دین په احکامو او پیغمبرانو پسې مو ټوکې او ملنډې وهلې؟ نو اوس عذر او زاري مه کوئ، تاسې حتما له ایمان نه وروسته بیرته کافران شوي یاست. ستاسې له جملې نه به له یو شمیر له عذابولو تیر شو خو یو شمیر نور ته به مو حتما عذاب ورکوم، له دې کبله چې دوی ګناه کړې ده.
قرآن کریم په مسلمانانو پسې ملنډې په خدای او د هغه په آیتونو او پیغمبر پسې ملنډې ګڼلي دي.
د امریکا نه راغلیو سپی وینځونکو واورئ:
نه به تل دا ناصرخان وي او نه به یې تل دا سره اوښان وي
یوه ورځ به راشي چې د ټولو اسلام ضد او افغانیت ضد کړنو فعالیتونو پوښتنه به درڅخه وشي، تاسې خو له هیڅ ډول فجایعو لاس وانخیست، آخر مو د الله تعالی د کتاب په احکامو پسې راواخیسته، او قرآني احکامو پسې مو ملنډې پیل کړې؟
تاسې ته وایو
هم په دنیا او هم په آخرت کې د سخت حساب او کتاب انتظار وباسئ.
















