کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۱۲ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
وسله والو طالبانو ادعا کړې چې دحکومتي قواوو په لیکو کې دبلکواټر جنایتکار جګړه ماران جګړه کوي.
دوی وایي، په دې وروستیو کې افغان ځواکونه د امریکايي بلکواټر په مرسته دافغانانو په کورو چاپې وهي او بې ګناه ولسي وګړي په بې رحمانه توګه په شهادت رسوي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د تېرې جون میاشتې په ۲۶مه نېټه ګډو ځواکونو د کابل سروبي کې له طالبانو جګړه وکړه، چې تر نښتې وروسته له ګډو ځواکونو داسې پوځي تجهیزات پاتې شوي، چې په ښکاره پرې بلک واټر لیکل شوي دي.
طالبانو زیاته کړې، له دغو نښو نښانو څرګندیږي، چې حکومت جګړه د بلک واټر خصوصي کمپنۍ عسکرو ته سپارلې او دغه سرتیري به د هیڅ ډول بشري جنایت پروړاندې ځواب ویونکي نه وي.
دګډ دولت ملي دفاع وزارت تر اوسه د طالبانو ددغې اعلامیې په تړاو کوم غبرګون ندی ښودلی خو ددغو تصاویرو له نشر وروسته دټولنیزو رسنیو چلونکو اندیښنه ښودلې او حکومت یې دنوې خونړۍ جګړې په پیلېدا تورن کړی.

















