(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۳)
امریکايي رسنۍ واشنګټن ايګزماينر د افغانستان د روان وضعيت، د سولې هڅو او د امريکايي عسکرو د حضور په اړه یو مطلب خپور کړی.
ايګزماينر ليکي، په هره بيه چې وي طالبان ټينګار کوي چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه ووځي خو په وينا يې له افغان حکومت سره يې خبرو ته تیاری نه دی ښودلی او جګړه به بيا هم وي.
په مطلب کې راغلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل بې ګټې او بې اغيزې دي او بايد ژر تر ژره له دغه هيواده ټول ځواکونه اوباسي.
سرچينه زياتوي، بيا ځلې هيڅګله له افغانستانه د سپتمر غوندې پېښه نه تکراريږي ځکه په وينا يې هغه مهال د امريکا په حکومت کې ستونزه وه چې اوس هغه ستونزه ختمه شوې، خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چې څه ستونزه وه چې یاده پېښه رامنځته شوې ده.
د مقالې د لیکوال په وينا، له طالبانو دا تمه کول بې ګټې دي، چې ګواکې دوی دې په اصطلاح له ترهګرو سره مبارزه وکړي او یا دې له هغوی سره همکاري ختمه کړي.
د سرچينې په وينا، دا مهمه نه ده چې د امریکا د امنیت لپاره دې په افغانستان کې عسکر شتون ولري زياتوي یوازې په حکومت کې همغږي رامنځته کول او پياوړي استخبارات ګټور ثابتيدلای شي.

















