کابل ټکی کام (جمعه ، ۱۴ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي افغان حکومت هم د ولسي غوښتنې په اساس دبهرنیو ځواکونو وتلو ته راجع شوی.
نوموړې له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې ويلي، افغان حکومت غواړي چې بهرني سرتیري له افغانستان نه د یوه مشخص مهال ویش له مخې ووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې ویلي چې له افغانستان نه سرتیري باسي، خو اندیښنه لري چې دغه هیواد د ترهګرو په پټن ځای بدل نه شي.
مېرمن راز همداشان له طالبانو غوښتي چې له موجوده حکومت سره خبرې وکړي، دا وايي، افغان حکومت یو انتخابي حکومت دی که طالبان نه غواړي چې له حکومت سره خبرې وکړي په دې معنی ده چې طالبان له خلکو سره خبرې نه کوي.
تیره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې یادونه کړې وه چې هیله لري له طالبانو سره د سولې مذاکرات د سپټمبر میاشتې څخه مخکې نتیجه ورکړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې بیا وايي چې د سولې موافقې په صورت کې عملي کوونکی به یې افغان حکومت وي.
هغې زياته کړې، چې دوی د سولې موافقې ته په جدي توګه هیله لري او که تر راتلونکو دوو میاشتو وشي نو دا به د خوشحالۍ خبره وي.
طالبان بیا افغان حکومت داشغال زیږنده او دوی سره خبرې کول د وخت ضیاع بولي، دوی دټولو مسائلو دحل لپاره اصلي جهت《امریکا》سره په خبرو اصرار کوي.
















