کابل ټکی کام (جمعه ، ۱۴ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دقطر دسیاسي دفتر غړي او ویاند خبر ورکړی چې نن دجمعې ورځ به دنورو مسلمانانو به څېر رخصتي وي او سبا دشنبې ورځ به د پاتې بحث دتکمیل لپاره ددواړو ټیمونو مذاکرات بیا پیلیږي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد سهیل شاهین زیاته کړې، که د شنبې پر ورځ له امریکایانو سره خبرې نهایي نه شوې، دا بهیر به تر بین الافغاني غونډې وروسته نور هم وغځول شي.
د یادونې وړ ده، راتلونکې بین الافغاني غونډه به د روانې جولای میاشتې په ۷-۸مه نېټه وشي، چې د افغان سیاستوالو ترڅنګ به د طالبانو ۱۷ استازي هم پکې ګډون ولري.
ځینو سرچینو خبر ورکړی چې سبا به دطالبانو دسیاسي دفتر دوه یا درې غړي له امریکايي ټیم سره مذاکرات مخته بوځي او نور غړي به دجرمني، قطر او نورو افغاني سیاستوالو سره مقدماتي لیدنې وکړي.

















