ننګرهار: دجلال آباد داتمې حوزې مدیر دماین په چاودنه کې وژل شوی

کابل ټکی کام (جمعه ، ۱۴ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

راپورونه وايي چې دننګرهار ولایت دجلال اباد ښار د اتمې امنیتي حوزې مدیر نن جمعه دماین په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د ننګرهار د پولیسو ویاند فرید خان دپیښې دتائید ترڅنګ رسنیو ته وویل، چې دغه ماین چاودنه نن د جعمې تر لمانځه وروسته د بهسودو ولسوالۍ په بیګناه سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې د یادې حوزې د امنیت مدیر وژل شوی او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

خو د ننګرهار د ملي امنیت ادارې ویلي چې په دغه چاودنه کې د نوموړي په ګډون دری تنه وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د دغې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خوډېری وختونه په دولتي سرتېرو او مامورینو دغسې بریدونه وسلوال طالبان کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button