کابل: دافغان ترک څلور ښوونځي دترکیې حکومت ته په واک کې ورکړل شول

کابل ټکی کام (جمعه ، ۱۴ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دافغانستان په پلازمینه کابل کې دافغان ترک ښوونځي دترکیې حکومت ته وسپارل شول.
د پوهنې وزارت ددې خبر پخلی کړی او دایې څلور ښوونځی یادکړي، ددغه وزارت ويانده نوريه نهضت وايي، چې له دې ښوونځيو څخه يې درې په کابل ښار او يو يې په بګراميو ولسوالۍ کې دی.
نهضت زياته کړه، چې ددې ښوونځيو د مديريت چارې په سوله ييزه توګه په برياليتوب سره د کورنيو او زده کوونکيو په همکارۍ او موافقې د ترکيې حکومت ته وسپارل شول.
نوموړې وايي، د کابل ښار د اريانا افغان ترک ښـوونځي څو تنه زده کوونکو مخالفت کاوه، چې هغوى ته هم قناعت ورکړل شو.
د نوموړې په وينا، دغه کار د افغانستان د پوهنې وزارت او ترکيې حکومت ترمنځ د يوې هوکړې له مخې ترسره شوى دى.
د پوهنې وزارت وياندې وويل، چې دا پروسه په کابل او پنځو ولايتونو کې بشپړه شوې ده .
دې زياته کړه، چې ددې پروسې له بشپړېدو وروسته د ترکيې حکومت ژمنه کړې، چې پر دغو ښوونځيو به ٢٠ ميليونه ډالره پانګونه کوي او نورې اسانتياوې به ورته برابروي.
نن سهار ځینو رسنیو داریانا ترک د زده کونکو او پولیسو تر منځ دکشمکش راپورونه ورکړل، دا هماغه مخالفتونه وو چې زده کونکو دحکومت ددې پرېکړې مخنیوی کاوه.



