هند: داترپردیش ایالت په اګړې سیمه کې دترافیکي پیښې له امله ۴۷ کسانوته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۱۷ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

د هندي رسنیو د راپور په اساس، ددې هېواد د اترپردیش ایالت په اګرې سیمه کې یو بس د ګړندي تګ له کبله له یوه پل څخه لاندې غورځيدلی، لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

هندي چارواکي وایي چې په دغې پېښه کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

دغه بس چې د لکنهو ښار څخه د نوې ډهلي په لور روان وو د یمنا په لوی سړک باندې د اګرې سیمه کې چپه شوی دی.

چارواکي وایي چې د هغو ۱۸ مسافرو څخه چې روغتون ته وړل شوي، د شپږو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ندی.

د ډیرو ترافیکو پیښو له کبله د هند سړکونه په نړۍ کې تر ټولو خونړي بلل کیږي.

په دغو پېښو کې هر کال شاوخوا یونیم لک کسان وژل کیږي او نږدې ۵ لکه ټپیان کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button