کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۷چنګاش، ۱۳۹۸)
وروسته له هغه چې برېتانیا په جبل طارق کې د ایران د تیلو یوه کښتۍ ونیوله، د دې هیواد له لویدیځ سره په اړیکو کې کړکیچ زیات شوی دی.
د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي چې نن یې په تلویزون کې وینا خپرېده، د بریتانیا لخوا د دوی د کښتۍ نیول یو غلط اقدام یاد کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د جبل طارق چارواکو امر کړی چې د ایران دا بیړۍ دې ۱۴ ورځې وساتل شي.
ایران د برېتانیا دغه عمل سخت پارولی دی او ګواښ یې کړی، که چیرته دا هیواد د دوی کښتۍ خوشي نه کړي نو دوی به د برېتانیا کښتۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.
ایران په دې وخت کې له سختو فشارونو سره مخ دی خو ورسره همهاله دې هیواد د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره د ۲۰۱۵م کال اتومي تړون مات کړ.
اروپایي هیوادونو هم له ایرانه غوښتي چې دې تړون ته دې ژمن پاتې شي.















