جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

په دوحه کې د سولې د بین الأفغاني ناستې ګډه اعلاميه/ بشپړ متن

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جولای 9, 2019
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
23
ځلې شریک شوی
284
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۸)

پرون او وړمه ورځ په دوحه کې د افغانانو تر منځ ګډه د سولې لپاره ګډه ناسته ترسره شوه چې بیګا ماښام د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو پای ته ورسيده.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

دغه ناسته چې د قطر او جرمني په کوربه توب جوړه شوې وه پکې د افغانستان د یو شمير  سياسي ګوندونو، مدني ټولنو استازو، ښځو او سياستوالو ګډون درلود چې د طالب استازو په شمول يې شمير شپيتو کسانو ته رسيده.

غونډه پرون ماښام د یوه ګډ پريکړه ليک په خپرولو سره پای ته ورسيده چې بشپړ متن يې کابل ټکی کام ته هم رسيدلی او کټ مټ يې خپروي:

                                                     ————————————-

په دوحه کې د سولې د بین الافغاني غونډې ګډ پريکړه ليک بشپړ متن لاندې لوستلای شۍ:

                                                                 بسم الله الرحمن الرحیم

موږ د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۶ ــ ۱۷ چي د ۲۰۱۹ کال دجولای د میاشتي له  ۷ ـ ۸ نیټي سره سمون خوري په  دوحه کي دسولي لپاره د بین الافغانی کانفرانس ګډون کوونکي په افغانستان کي دسولي لپاره د جرمني د فدرالي جمهوریت او د قطر هیواد هڅو ته د ارزښت په سترګو ګورو او بین الافغاني ناستو د کوربتوب او سهولت برابرولو له کبله یې مننه کوو.

موږ د کنفرانس ګډون کوونکي همدارنګه د ملګرو ملتونو له سازمان، د سیمې له هیوادونو او په خاص ډول له امریکا سره دمذاکراتو او بین الافغاني ناستو لپاره دسهولت برابرونکو هیوادو څخه مننه کوو چې د افغانستان د مسئلې دحل لپاره یې لازم امکانات برابر کړي دي او هیله لرو چې ټول اړخونه به په راتلونکې کې همدغه همکاري پداسې ډول انجام کړي چې زموږ د هیواد او ولس په خیر او یوې واقعې سولې ته د رسیدو سبب شي.

دا چې له اوږده بحران وروسته په افغانستان کې د تلپاتې او سراسري سولې د راتګ لپاره وضعیت آماده شوی، نو دې هدف ته د رسیدو لپاره موږ دوحې د بین الافغاني کانفرانس ګډونوال په لاندې مواردو کې توافق ته ورسیدو.

موږ د کنفرانس د ګ‌‌‌‌‌‌ډون کونکو له دیده د خبرو اوتفاهم

له لارې کولای شو چې د هیواد د نن او راتلونکي په اړه مشترک درک ته ورسیږو او هغه موانع چې پدې لاره کې شتون لري لیرې کړو. لدی کبله موږ ټول دخبرو د تداوم پر ضرورت ټینګار کوو.

لومړی: د بین الافغاني کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډون کونکي بشپړ اتفاق لري چې په هیواد کې تلپاتې سراسري او باعزته سوله چې د افغانستان د ټولو وګړو غوښتنه ده، د صادقانه همه شمولو بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې شونې ده.

دوهم: افغانستان یو متحد، اسلامي هیواد او د ټولو میشتو وروڼو قومونو مشترک کور دی.  د اسلامي نظام حاکمیت، اجتماعي او سیاسي عدالت، دوګړو اساسي حقوق، ملي وحدت، خپلواکي او ارضي تمامیت هغه ارزښتونه دي چې ټول افغانان ورته تعهد لري.

دریم: افغان اولس چې په تېر تاریخ او په تیره بیا تیرو څلویښتو کلونو کې یې له خپل دین، هیواد، فرهنګ او خپلواکۍ څخه د دفاع لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې دي، ټول نړیوال، سیمه ایز  او کورني جهتونه دي زموږ د ملت لوړو ارزښتونو ته په احترام قائل شي. د دې لپاره چې په راتلونکې کې افغانستان بیا د جګړو او بحران شاهد ونه اوسي، بین الافغاني تفاهم او د هیواد د بیلابیلو اقشارو تر منځ پوهاوی یو مبرم ضرورت دی. نړیوال، سیمه ییز او ټول داخلي اړخونه د دې بهیر ملاتړ ته رابولو او تقویه یې د ټولو په خیر ګڼو.

څلورم: دا چې د جګړې په اوږدیدلو سره هره ورځ زموږ ولس متضرر کیږي نو سولې او د بین الافغاني مؤثرو مذاکراتو ته د زمینه سازۍ لپاره لاندې اقدامات ضروري بولو:

الف ــ د جګړې ښکیل اړخونه دې د ګواښونو، انتقامي تهدیدونو او جګړه ییزو ادبیاتو په ځای په خپلو رسمي بیانونو کې له نرمې ژبې کار واخلي.

ب ــ دسولي دناستي ټول ګډونکونکي له امریکاسره په قطر کي د روانو مذاکراتو  ملاتړ کوي او په افغانستان کي د روان تحمیلي جنګ په پای ته رسولو کي یې موثر او مثبت قدم بولي.

پنځم: د دې لپاره چې زموږ ولس د جګړې له زیانونو خوندي  او د جګړې ناخوالې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته اود سولي لپاره داعتماد بهتره فضاءجوړه شي د جګړې ښکیل اړخونه دې لاندې اجراآت ترسره کړي.

الف ــ د سپین ږیرو، معیوبو او ناروغو بندیانو بې قید او شرطه خوشي کول.

ب ــ دهیواد په ټولو سیمو کې د عام المنفعه بنسټونو لکه، د دیني او مذهبي مرکزونو، روغتونونو، بازارونو، د اوبو بندونه او کارځایونو د امنیت تضمین.

ج ــ په ځانګړې توکه د تعلیمي بنسټونو لکه ښوونځیو، مدرسو،پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو حریم ته درناوی.

د ــ د ملکي خلکو د عزت، ژوند، مال او کورونو ساتنې ته ژمنتیا، او ملکي تلفات د صفر  کچې ته راښکته کول.

شپږم: د اسلامي اصولو سره سم د تعلیم، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د ښځو د حقوقو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او د مذهبی اقلیتونو دحقوقو تآمین.

اوم: د دوحې دکانفرانس ګډون کوونکی توافق لري چې د سولې تګ لاره به په لاندینیو مواردو څرخي:

الف – په افغانستان کې پر اسلامي نظام توافق.

ب –  د سراسری سولی دپیل په شرایطو او عملي کیدو.

ج – د سولې تړون د موادو پر پلي کیدو او څارنې.

د – د بنیادي بنسټونو، دفاعی او نورو ملی نهادونوچي دټولو افغانانو ملکیت دی، دسولی له توافق څخه ورسته په اړیني اصلاح خوندیتوب او غښتلتیا.

ه – د افغان کډوالو او د جنګ لکبله د داخلي بیځایه شویو کورنیو خپلو سیمو ته پر بیرته ستنیدلو.

و – د مرستندویه ھیوادونو سره د سولې د تړون وروسته د مرستو د نوې ھمکارۍ او اړیکو پر شرایطو.

ز – د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس کې د نړیوالو ضمانتونو سره د افغانستان د سولې پر توافقاتو تائید.

ح – په نړیوال کنفرانس کې د سیمې، ګاونډیو او نورو ھیوادونو له لورې په افغانستان کې د نه لاسوھنې ژمنې او توافق باندي ټینګار کوي.

اتم ــ موږ دسولي په اړه دټولو هڅو او لدې جملې د مسکو د تیر بین‌الافغاني کنفرانس پریکړه لیک چي د روان کال د فبرورۍ په ۵مه او ۶مه نېټه جوړ شوی و تائیدوو او ټول ګډونوال په یوه خوله، له اسلامی کانفرانس، د ملګرو ملتو له سازمان، امنیت شوری، اروپایې ټولني او ټولو ګاونډیو هیوادو څخه غوښتنه کوو چي د سولې په اړه د دوحې د بین الافغاني کانفرانس پریکړي تائید او ملاتړ یې وکړي.

مخکینې مطلب

قطر: بین الافغاني ناسته پای ته ورسېده،څو شیبو کې به یوه ګډه اعلامیه صادره شي

بل مطلب

له دوه ورځو ځنډ وروسته نن یو ځل بيا طالبان او امریکايان مذاکرات پيلوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com