له دوه ورځو ځنډ وروسته نن یو ځل بيا طالبان او امریکايان مذاکرات پيلوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۸) 

د طالبانو او امريکايانو تر منځ د اووم پړاو مذاکرات له نږدې دوه اوونيو راهيسې روان دي چې پرون او وړمه ورځ په دوحه کې د بين الأفغاني خبرو لپاره ځنډيدلې وې.

طالبانو او امريکايي پلاوي ويلي و چې د دواړو غاړو تر منځ روان مذاکرات به د دوحې له غونډې وروسته بيا پيل شي.

ټاکل شوې چې نن یو ځل بيا د طالب او امريکايي پلاوي تر منځ مذاکرات پيل شي.

طالبانو او امريکايانو د اووم پړاو خبرې تر نورو ټولو ناستو او بحثونو ګټورې بللي په وينا يې په خبرو کې مخکې تللي دي.

پرون د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وويل، چې طالبانو سره به په مهمو مسائلو (له تروریزم سره مبارزه، د امريکايي ځواکونو د وتلو، اوربند، بین الأفغاني مذاکرات) هغه څه دي چې پرمختګ پکې شوی خو لا هم ځيني ټکی شته چې بحث ته اړتيا لري او مونږ ورته هيله مند یو.

مربوطه مطالب

Back to top button