د بین الافغاني کنفرانس ښځینه ګډونوالو ته ملا برادر اخوند چادرۍ ډالۍ کړي

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۱۹چنګاش، ۱۳۹۸)
د قطر په دوحه کې د بین الافغاني مجلس ښځینه ګډونوالو ته د طالب مشر ملا عبدالغني برادر لخوا چادرۍ په ډالۍ کې ورکړل شوي دي.
د دې غونډې نارینه ګډونوالو ته یې عطر، خورما او تسبیح ورکړي خو ښځو ته یې بیا چادري، د لمانځه مصلی، تسبیح او خرما د ډالۍ په توګه ورکړي دي.
د جولای میاشتې په اوومه او اتمه نیټه د قطر په دوحه کې یو بین الافغاني کنفرانس جوړ شوی وو چې وړمه شپه ناوخته د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسید.
دا مجلس د قطر او جرمني په کوربتوب جوړ شوی وو.
که څه هم په دې غونډه کې ملا عبدالغني برادر خپله ګډون نه درلود خو پیغام یې ورته رالیږلی وو او د غونډې ګډونوالو په پای کې د ده په نوم ډالۍ ترلاسه کړې.



