کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۲۰ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې ددې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې لاهم د ډېرو نورو بندیزونو پلان لري چې ژر به یې ترسره کړي.
ټرمپ ویلي چې ایران له ډېرې مودې راهیسې د یورانیمو غني کولو ته ادامه ورکړې ده نو دا لړۍ ورته د زغملو نه ده.
تر دې وړاندې د اټومي وسلو د څار نړیوالې ادارې هم د ایران په اړه بېړنۍ غونډه کړې وه او په هغه کې یې د ایران له لوري د اټومي هوکړې د سرغړونو څېړنه کړې ده.
دغه ادارې ویلي چې ایران دې د تړون ماتول پرېږدي او د یورانیمو له غني کولو دې لاس په سر شي.
دایران او امریکا اړیکې له نږدې اووه میاشتو راهیسې ترینګلې شوي چې وخت ناوخت یوپربل لفظي بریدونه هم کوي، خوتراوسه یوپربل دنظامي حملې اقدام ندی کړی.















