مولوي محمدنبي عمري: امریکا په افغانستان کې دداعش کلک ملاتړ کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۲۰ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
په قطر کې دوسلوالوطالبانو د مرکچي پلاوي غړی مولوي محمدنبي عمري له یوې عربي رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې چې امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې کلک ملاتړ او پالنه کوي.
د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي او منشي مولوي محمد نبي عمري د راشا ټوډې له عربي څانګې سره په مرکه کې داڅرګندونې کړي.
نوموړی زیاتوي، په افغانستان کې داعش ډله د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او د دوی په الوتکو کې له یوه ځایه بل ته لېږدول کېږي.
دده په خبره داعشیان له سوریې او عراق د امریکا په الوتکو کې افغانستان ته ولېږدول شول او اوس هم دغه هېواد پیسې او وسلې ورکوي.
مولوي محمد نبي عمري وایي، ډېر وخت چې کله داعش ډله د طالبانو له لوري محاصره شي نو امریکايي الوتکې یې ژغورلو ته راځي.
دده په وینا په روژه کې دداعش ډلې ځنې غړي طالبانو محاصره کړل، خو امریکایي الوتکو کابل ته ولېږدول.
عمري دغه راز ادعا کوي چې طالبان د افغانستان پر ډېره برخه واکمن دي او ډېره کمه برخه خاوره د حکومت په واک کې ده.
نوموړی له امریکا سره په خبرو کې د پرمختګ خبره هم کوي او وایي تر هغه وروسته چې له امریکا سره یوې پایلې ته ورسېږي، بیا به بین الافغاني مذاکرات هم پيل کړي.
عمري دا ادعا په داسې حال کې کړې چې تیره ونۍ ددرزاب په څیر ځیني داعشیان په کونړ ولایت کې دتسلیمۍ تر نام لاندې دطالبانو له محاصرې وژغورل شول او یوشمېر په رڼا ورځ په هلیکوپترو کې کابل ته ولېږدول شول.



