حکومتي ماموره:که قاضي، پولیسو یا څارنوالۍ ته شکایت وکړم، دوی به هم د جنسي اړیکې غوښتنه رانه وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۰)

که څه هم تر دې مخکې د ګډ حکومت په ادارو کې د ښځو د جنسي زورونو او د دندو په بدل کې له هغوی څخه د جنسي ضرورت د پوره کيدو او ورته ډول راپورونه ورکړل شوي چې په وروستيو کې د اشرف غني یوه مشاور هم پر دغه کړنو اعتراف وکړ.

تازه د حکومت یوې پخوانۍ کارکوونکې په حکومتي ادارو کې د جنسي زورونو څخه یو ځل بيا پرده پورته کړې او د هوت د پټ ساتلو په شرط يې بي بي سي ته په یوه ځانګړي راپور کې ويلي، چې کله يې په حکومتي اداره کې کار کاوه نو د حکومت یوه جګپړي وزير څو ځلې زورولې او په زور يې په خپل دفتر کې دې ته اړ کړې چې جنسي زياتی ورسره وکړي.

یادې ميرمنې چې په حکومتي ادارو کې يې کار کړی وايي، وزير رانه څو ځلې د جنسي اړيکې غوښتنه وکړه، زور زياتی يې راسره وکړ خو ټيله مې کړ او په دې مې وډار کړ چې چيغې به وکړ او خلک به راخبر کړم.

دغه ميرمنه چې خپل نوم نه ښيي وايي د همدې له کبله يې له خپلې دندې استعفا وکړه زياتوي: “زه پر حکومت باور نه لرم. که محکمې یا پولیسو ته ورشئ، نو د دوی فساد به ووینئ. تاسو د شکایت ثبتولو لپاره هېڅ خوندي ځای نه شئ موندلی. که خپل غږ پورته کړئ، هر څوک به ښځې ملامتوي.”

یاده ميرمن وايي، چې په همدې اداره کې ورته دوه نورو ميرمنو هم ويلي چې نوموړي وزير ورباندې جنسي تیری کړی دی.

سرچينې ته یوې بلې حکومتي ميرمنې هم خپله کيسه کړې چې وايي، د دندې لپاره يې غوښتنليک وړاندې کړی و چې ټول کار يې خلاص و خو کله چې يې د ولسمشر غني نږدې سلاکار سره د ليدو غوښتنه وکړه نو هغه رانه دفتر کې د جنسي خواهش د پوره کيدو غوښتنه وکړه خو ما دا کار ونه کړ .

دغه ميرمن وايي، تر اوسه يې هيڅ کومې ادارې یا چاته شکایت نه دی کړی په خبره يې “که قاضي، پولیسو یا څارنوالۍ ته خپل شکایت وکړم، دوی به هم د جنسي اړیکې غوښتنه رانه وکړي “.

تيره مياشت د واشرف غني یوه پخواني سلاکار جنرال حبيب الله احمدزي ويلي و چې په ارګ او حکومتي ادارو کې د فحشا د ترويج لپاره کار روان دی.

مربوطه مطالب

Back to top button