سپینه ماڼۍ: ترمپ او عمران خان به دروانې میاشتې په ۲۲ مه نیټه سره وګوري

کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۲۰ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

دامریکاولسمشر ډونالډ ټرمپ او پاکستان لومړی وزیر عمران خان دلیدنې نیټه اعلان کړل شوه.

سپینه ماڼۍ وایي ټرمپ به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د روانې میاشتې په ۲۲مه وګوري.

دواړه لوري به پر دوه اړخیزو اړیکو او همدا راز په بېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر هم ویلي وو، چې ډېر ژر به له ټرمپ سره لیدنه ولري او پر بېلو مسایلو به خبرې اترې کوي.

تېر کال د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې وي، خو په وروستیو میاشتو کې بېرته د ښه کېدو په لور روانې دي.

امریکا له پاکستان غواړي چې د ځینو وسلوالو ملاتړ پرېږدي او پاکستان هم ژمنه کړې چې وسلوالې ډلې به له منځه وړي.

ټرمپ اوعمران خان تر اوسه د راتلونکې لیدنې اجنډا نه ده مشخصه کړې، خوددوی خبرې به په دوه اړخیزو همکاریو او ښو روابطو راڅرخي.

مربوطه مطالب

Back to top button