کابل ټکی کام( جمعه، ۲۸ چنګاش، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې په هُرمز تنګي کې یې د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.
ټرمپ وایي، دا ایرانۍ الوتکه وروسته له هغه په نښه شوه، چې د امریکا یوې جنګې “یو اېس اېس بوکس” بیړۍ ته ۹۱۴ متره نږدې شوه.
د ټرمپ په ټکو: “بوکسر بېړۍ د ايراني ډرون پر ضد دفاعي ګام پورته کړ، چې ورته ډېر نږدې شوى وو. د شا وخوا نهه سوه مترو واټن کې، د بېرته ورګرځېدو ګڼې غوښتنې يې هم له پامه غورځولې وې. د بېړۍ او د عملې خونديتابه يې ګواښه. ډرون سملاسي نسکور شو. امريکا د خپلو ګټو، تاسيساتو او د خپل پرسونل د دفاع حق ځان لپاره خوندي کوي، او پر نورو ملتونو غږ کوي چې د تګ راتګ د ازادۍ او نړيوالې سوداګرۍ پر وړاندې د ايران د خنډ ولاړولو هڅې وغندي”
ایران بیا د ټرمپ د دې ادعا په اړه ناخبري ښودلې ده.
د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، دی خبر نه دی چې څنګه او کومه الوتکه مو له لاسه ورکړې ده.
امریکا دا ګام وروسته له هغه اوچتوي چې څه وخت مخکې ایران په خپله خاوره کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو ادعا وکړه.
















