کابل ټکی کام (جمعه ، ۲۸ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو دملي امنیت هغې ادعا ته کلک غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي، دکندهار برید دکویټې له چمن څخه رهبري کېده.
نن د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې ټیلیفوني مکالمې په اساس ادعا کړې چې د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د تېرې ورځې برید د پاکستان له چمن سیمې طرحه شوی و.
ملي امنیت ویلي دي چې د دغې حملې پر مهال برید کوونکي په منظمه توګه د ملا اغا په نوم یوه کس لهخوا، له پاکستانه سوق، اداره او رهبري کېدل.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددغې ادعا په غبرګون کې په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي《زموږ ټول عملیات په هیواد کې دننه طرحه او عملي کیږي، بهرني رهبرۍ ته اړتیا نه لري》
مجاهد دولت ته په خطاب کې ویلي《مزدور دښمن د عملیاتو څخه مخکې ړوند وي، هيڅ معلومات نه لري، خو چې له برید، تلفاتو او ذلت سره مخ شي، بیا د خلکو د توجه اړولو لپاره دا ډول بابولالی غږوي》
















