کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۳زمری، ۱۳۹۸)
د ایران پخوانی دفاع وزیر او د دې هیواد د مذهبي مشر علي خامنه یي اوسنی پوځي سلاکار حسین دهقان ویلي چې امریکا له ایران سره د جګړې توان نه لري، کوم ګواښونه چې کوي هغه هڅې لافې وهل دي.
دهقان چې له الجزیرې تلویزون سره یې خبرې کولې، له امریکا سره د ایران د خبرو په اړه یې د یوې پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ چې د امریکا له اوسني حکومت سره په هېڅ ډول خبرو ته تیار نه دي.
نوموړي همدا رنګه په هرمز تنګي کې د کړکیچن حالت په اړه ویلي، د دوی دريځ په دې اړه دا دی چې له دې تنګي دې هرڅوک ګټه واخلي او له دې لارې دې خپل تیل صادر کړي، د ده په وینا که داسې یې څوک مني خو ښه؛ کنه په ټکو یې چې بیا دې تړلی وي او هېچاته به اجازه ورنکړي چې له دې لارې خپل تیل صادر کړي.
دهقان دا خبره د برېتانیا د هغه اقدام په غبرګون کې کړې چې دا هیواد غواړي ترڅو د اروپایي هیوادونو سره په ګډه په سیمه کې یوه پوځي ډله رامنځته کړي.
له امریکا وروسته له تهران سره د برېتانیا اړیکې وروسته له هغه تاوجنې شوې چې په جبل طارق کې یې د ایران د تیلو یوه کښتۍ ونیوله او ورپسې تهران په غبرګون کې د بریتانیا د تیلو یوه کښتۍ قبضه کړه.


















