کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۳زمری، ۱۳۹۸)
له څه ځنډ وروسته شمالي کوریا یو ځل بیا دوه لنډ واټنه توغندي ازمایلي دي.
د سویلي کوریا چارواکو خبر ورکړی چې شمالي کوریا نن سهار د ځایي وخت ۵ نیمې بجې شاوخوا دوه لنډ واټنه توغندي هوا ته توغولي دي.
دې توغندیو ۵۰کیلو متره لوړ سفر کړی او ۴۳۰کیلو متره واټن یې وهلی دی.
سویلي کوریا ویلي چې دوی به د شمالي کوریا د دې اقداماتو په اړه تحقیقات پیل کړي.
جاپان هم د شمالي کوریا لخوا د توغندیو په ازمایلو خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې دا یو غیر مناسب اقدام دی.
د جاپان دفاع وزارت خبر ورکړی چې دوی به دا مسئله له نږدې وڅاري.
شمالي کوریا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د اړیکو تاوتریخوالی د پخوا په پرتله ډیر کم شوی دی.
د شنونکو په اند د شمالي کوریا دا ډول ګام به د امریکا او دې هیواد اړیکې یو ځل بیا خپجنې کړي.


















