(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۶)
د غزني ولايت په أب بند ولسوالۍ کې پر يوې پوځي قرارګاه سرتيري بريد عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
سرتيری بريد نن سهار د یادې ولسوالۍ مربوط په سرفراز کلا سيمه کې د دولتي ځواکونو پر يوې پوځي قرارګاه ترسره شوی دی چې د سيمه ييزو سرچينو په وينا یاده قرارګاه په بشپړه توګه ويجاړه شوې او پکې ډيری عسکر تر خاورو لاندې شوي دي.
طالبانو د بريد مسؤوليت په غاړه اخيستی ویاند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، موټربم بريد د یوه سرتيری بریدګر له خوا ترسره شوی چې په ترڅ کې يې لسګونه تنه پولیس او اربکیان وژل شوي او یاد مرکز بشپړ ویجاړ شوی دی.
د مجاهد په وينا په دې اړه به نور جزيات وروسته پر ليکه کړي.
په غزني کې امنيتي سرچينې یاد بريد تاييدوي په وينا يې عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ هم د طالبانو له خوا د أب بند ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم سرتیری برید ترسره شوی و چې د یادې ولسوالۍ ولسوال په ګډون پکې ګڼو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې وه.


















