څار ونکي بنسټونه: ښايي ولسمشريزې ټاکنې له بحران سره مخ شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۶) 

تيره شپه د دولس بجو راهيسې په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو کمپاين په رسمي ډول پيل شو.

خو په افغانستان کې د ازادو ټاکنو د څارنې بنسټ او د روڼتيا څار مؤسسه وايي، که دغه ټاکنو لپاره سياسي موجوده نه وي او حکومت پکې مداخله وکړي نو ښايي ټاکنې له بحران سره مخ شي.

دوی واي، د حکومت مداخله او د کميسيونونو پلانونه په سمه توګه نه تطبيقول ټاکنې بحراني کوي.

د ټاکنو روڼتيا څار مؤسسې مسؤولينو په خبري غونډه کې وويل، چې د ټاکنو کمېسيون له خلکو سره د تقويتي نومليکنې ارقام په مفصله توګه نه دي شريک کړي او دغه چاره به د دې لامل شي چې ټاکنې له بنبست سره مخ شي.

دوی د ټاکنو له کمېسیون غوښتنه کړې چې د تقويتي نومليکنې بشپړ ارقام دې رسنيز کړي.

په عين حال کې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي رسنیو ته وویل چې د ولسمشرۍ لپاره اتلس کاندیدان تقریباً دوه میاشتې وخت لري چې خپل پروګرامونه توضېح کړي او د انتخاباتي مبارزو د مصارفو د لايحې له قوانينو سره سم عمل وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button