(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۶)
د افغانستان د ښځو چارو د وزارت ویانده رویا دادرس وايي، په دولتي ادارو کې کارکوونکو او مراجعينو ښځو ته په بده سترګه کتل کيږي او ځورول کيږي.
د دادرس په خبره، ډیری ښخې دولتي ادارو ته د خپلو ستونزو د حل په موخه ورځي خو هلته د مامورینو له خوا ځورول کيږي چې بيا ځلې ورتګ ته زړه نه ښه کوي.
نوموړې وايي، د ښځو ځورول یوازې په دې معنا نه دی چې څوک دې ورته سپکه خبره وکړي یا لاس ور واچوي بلکې په دولتي ادارو کې ښځو ته په بده سترګه کتل کيږي چې هغوی ته روانې ستونزې جوړيږي او د دې لامل کيږي چې ښځې نه شي کولای خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.
رویا دادرس وايي، په تير یوه کال کې يوازې په کابل کې له دولتي ادارو د ښځو د ځورونې او جنسي زياتي څلويښت دوسيې ثبت کړي دي.
تر دې مخکې هم نه یوازې په دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونو آن داسې راپورونه ورکول شول چې په أرګ کې هم جنسي بېلارۍ روانې دي او ډيری ميرمنې د دندو د ورکړې په بدل کې په جنسي توګه زورول شوي دي.
د یادونې ده، چې تيره ورځ اشرف غني حکم صادر کړ چې په دولتي ادارو کې له ښځو سره د جنسي ځورونې په اړه د تحقيق ځانګړی سکرتريت بايد جوړ شي.
د ارګ په اعلاميه کې راغلي، چې دغه ځانګړس سکرتريت د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په چوکاټ کې جوړيږي او په درې مياشتو کې به د ښځو د جنسي ځورونې ټولې ادعاوې وڅېړي او راپور به يې ولسمشر ته واستول شي.


















