چینایانو يوه داسې اله يې جوړه کړې چې د هغو کسانو په مرۍ پورې نښلول کېږي څوک چې خبرې نه شي کولی، د هغوی د مرۍ د تارونو د اهتزاز له مخې د هغوی خبرې راوباسي.
دا اله په بيجين کې د (سنګوا) پوهنتون پوهانو جوړه کړې، چې مخکې به يې کاروونکي شخص ته کارول يو څه ستونزمن او تکليف ورکوونکي و، خو اوس په دې اله کې نور بدلونونه هم راوړل شوي دي، چې د کاغذ په څېر يې جوړه کړې، دا اله په اوبو لمده کېږي او بيا په مرۍ پورې نښلول کېږي، څنګه چې شخص د څه ويلو هڅه وکړي، نو له دې الې څخه اواز راوځي.
دې الې ته (د مرۍ مصنوعي ګرافين) يا (ډبليو ای جي ټي) نوم ورکړل شوی دی، دا اله له ګرافينو څخه جوړه شوې. د دې الې پلنوالی او اوږدوالی په ترتيب سره (۱۵) او (۳۰) ملي ميتره دی، اوسمهال دا اله په مټه لګېدلې يوې بلې الې سره د تار په مرسته وصل شوې ده، چې په هغې کې نورې تخنيکې الې او وړوکی کمپيوټر شتون لري.
خبرې کوونکي خلک جملې او کلمې نقلوي چې په مرۍ کې يې په غږيزو تارونو (ووکل کورډز) کې حرکت راځي، دغه اله له بهره دا حرکتونه څاري او بيا يې د يو لاسپيکر په مرسته د (هو، نه، هلو او اوکی) په شکل کې بهر راوباسي.
دا کار پروفيسور (هي تيان) او د هغه ملګرو کړی دی، چې بشپړ مالومات يې په (ای سي ايس نينو) جريده کې خپاره شوي دي، خو تر دې يې زيات جزيات نه دي ورکړي.
















