حماس: اقصی جومات ته د نتانیاهو ننوتل په اسلامي مقدساتو ښکاره تېری دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت حرکت “حماس” د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې اقصی جومات ته د اسرائیلو د لومړي وزیر “بنیامین نتانیاهو” ننوتل او د براق دېوال لاندې د تونلونو د کیندنې هڅه د مسلمانانو د لومړی قبلې د هویت او تاریخي مقام پر وړاندې ښکاره تېری دی.
حماس ویلي:د اسرائیلو کیندنې، یرغلونه او مذهبي مراسم به د مسجدالاقصی اسلامي هویت بدل او تاریخي نښې به یې له منځه یونه سي.
حماس له فلسطینیانو غوښتنه کړې چې مسجدالاقصی ته په ورتګ او هلته په حضور او رباط سره د بیت المقدس او الاقصی د دفاع لپاره خپل حضور لا پیاوړی کړي.
حماس دغه راز له عربي- اسلامي هېوادونو هم غوښتي چې خپل مسؤولیتونه ادا او د اسلامي مقدساتو د سپکاوي د هڅو پر وړاندې عملي اقدام وکړي

مربوطه مطالب

Back to top button