پر یمن د بریدونو دوام؛ حوثي ځواکونو د غچ اخیستو ګواښ کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن پر بېلابېلو سیمو د سعودي په مشرۍ د عربي ټلوالې د هوايي بریدونو له دوام سره هممهاله، د حوثي ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي چې د دغو بریدونو په وړاندې به چوپ پاتې نه شي.
د سریع په وینا، پر یمن هر ډول برید به د دوی له لوري له غبرګون سره مخ شي او د برید کوونکو پر وړاندې به مناسب ځواب ترسره کړي.
سریع ټینګار کړی چې د یمن پر ښارونو او سیمو د بریدونو دوام به د دوی دریځ بدل نه کړي او د خپلو سیمو او خلکو د دفاع په موخه به خپلو پوځي فعالیتونو ته دوام ورکړي.



