(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۰)
امریکايي استخباراتو رسنيو ته ويلي، چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن مړ شوی دی.
د امریکا نيويارک ټايمز او ای بي سي خبري شبکو د امریکا د استخباراتو د لوړپوړو چارواکو له قوله د حمزه بن لادن د مړينې خبر ورکړی دی.
سرچينې ليکي چې امريکايي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط د حمزه بن لادن مړينه تاييد کړې په وينا يې چې نوموړی د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لمړنيو دوو کلونو کې وژل شوی چې امریکا يې پرضد په عملياتو کې رول ادا کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ د امريکا له ولسمشر ټرمپ څخه د حمزه بن لادن د وژل کيدو په تړاو پوښتنه وشوه ويې ويل، چې نه غواړي په دې اړه تبصره وکړي.
تر اوسه معلومه نه ده چې حمزه بن لادن کله، چيرته او څه ډول وژل شوی، په دې اړه نور جزيات هم نه دي خپاره شوي.
که څه هم د اسامه بن لادن له وژل کيدو وروسته د القاعده ډلې مشري د ایمن الظواهري په غاړه ده خو تر ډيره نوموړی هم د دغه ډلې کارونه پر مخ وړي.
تر اوسه د القاعده تنظيم د حمزه بن لادن د وژل کيدو په تړاو څه نه دي ویلي.
امريکا د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د حمزه بن لادن پر سر د يو ميليون ډالرو جایزې اعلان هم کړی و.
















