کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۰ زمری ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا په کانګرس کي د هاوايي ایالت استازي او د جمهوري ریاست لپاره ډیموکراته کاندیده، اغلې تولسي ګبارډ ټرمپ امریکایي ولس ته په درواغو ویلو تورن کړی.
ګبارډ زیاتوي، د ټرمپ دا وعده چي له افغانستانه به امریکايي عسکر ژر راوباسي، د امریکایانو د غولولو لپاره کوي، تراوسه په دې اړه کوم ښکاره اقدام نه ترسترګو کېږي.
اغلې ګبارډ په عراق کې جنګېدلې ده. هغه وايي که انتخاب سي، له افغانستانه به ټول امریکايي عسکر سمدستي راوباسي، اودا به دټرمپ په څېر غولونکی شعار نه وي.
نوموړې وايي، د عراق په اړه موږ ته دوراغ وویل سو. جمهورریس بوش راته وویل چي صدام حسین د عامې تباهۍ وسلې لري، خو دا یوه درواغجنه ادعا او خیانت وو.
هغه وايي همدااوس ئې د تره زوی په افغانستان کي عسکر دی، موږ هره ګړۍ انتظار کوو چې وبه وژل شي، اومړی به یې راوړل شي.
هغه وايي زه به د خپل جمهوري ریاست په اول کال کي ټول امریکايي عسکر له افغانستانه راوباسم.《موږ باید دا عبث جنګونه ختم کړو》.
ځکه چې دانه دافغانستان اونه دامریکا په ګټه ده.


















