د افغانستان مسلمان ملت ته د کمونستانو لومړۍ ډالۍ

ډاکټر يوسف اکبري

کمونیستانود روسانو په مرسته د۱۹۷۸م کال د اپریل په۲۷چی ۱۳۵۷هـ ش دثورد۷ سره سمون خوری دکابل دارګ پر ماڼی خونړي یرغل وکړ
دا یو هيبت ناکه پیښه وه چی ډیر ناوړه او غمجن عواقب یی در لودل دپیشی جریان په دی توګه وو د یرغل مقدمات پخوا برابر شوی وو د ثور په اووم سهار وختي حفیظ الله امین د یرغل دپیل قومانده صادره کړه
اسلم وطنجار ټانکونو ته حرکت ورکړ
د دغو ټانکونو په مخ کی دری ټانکونه وو چی یو د فتح په نامه افسر دارګ ګارد ته مخامخ کړ دوهم اسلم وطنجار ټانګ ووچی وزارت دفاع ته مخامخ ودرید
او دریم د مزدوريار ټانګ وو چی د ارګ په ماڼۍ یی میل ور برابر کړی وو دورځی په۱۱بجو لمړی فیر په وزارت دفاع وشو دی پسی په ارګ کی د ساعت برج والوزول شو او بیا پر ګارد فیرونه پیل شول
۱۵دقیقی لا نه وی تیری شوی چی د ارګ له ماڼی نه تور دودونه او لوخړی پورته شوي د ورځی ۴بجو د هوایی قواو افسر
قادر پس د ډیر قتل اوقتال څخه له بګرامه په میګ جټانوپر ارګ حمله وکړه دا حملی تر ماښامه جاری وی او د شفی د ګارد مقاومت ختم شو او دګارد قومندان صاحب جان ونیول شو او بیا ووژل شو او بیا وطنجار او قادر د جمهوریت خاتمه اعلان کړه
په صبا کی د امام الدین په نامه یو افسر د بل افسر ډګرمن ګل اقا د دوو نورو افسرانو سره هغه سالون ته ور ننوتل چی هلته محمد داود د خپلی کورنۍ سره پکی ناست وو امام الدین ورته وویل وسله کیږده او تسلیم شه داود خان په هغه باندی د توفنچی فیر وکړ چی امام الدین په لاس زخمی شو
په دی پسی دغه څلورو افسرانو په کلاشینکوفونو داود خان او دهغه کورنۍ د څیلمی قتل کړل
په دی یرغل کی د داود خان دکورنی۱۷غړی ووژل شول چی په پټه توګه د خاورو لاندی شول
چی ۳۰کاله ورسته چی په ۲۰۰۸م کال د مئ په میاشت کی یی مړی د کابل د حربی پوهنتون تر شا رسوا شول
او په۲۰۰۹م کال د مارچ په میاشت د داود خان مړی وپیژندل شو او دوباره خاورو ته وسپارل شو او نور غړی یی زخمیان شوی وو چی
شمیر یی ۸کسانو ته رسیده سربیره پردی د داودخان د حکومت لوړ پوړی چارواکی لکه عبدالاله چی د جمهور ریس معاون وو او قدیر نورستانی وزیر د داخله هم په قتل ورسیدل په دی پاجعه کی د ارګ په سلګونو خلک ووژل شول
چی د انسانانو د اندامونو او غوښو باران چی د بمبار په وسیله پاشل شوی وو د ونو څخه تر ډیره وخته وریدل
همداسی په نور کابل کی په زرګونو خلک قتل شول
دا د کمونیزم لومړی تحفه وه چی په وطن یی د وینو لوبه را پیل کړه کمونیستانو د خلکو د غولونی په خاطر خلکو ته رنګيني وعدی دراديو په څپو نشرولی او د سلیمان لایق شعر یی د ډاکتر صادق (ناشناس)په اواز کی خپور او زمزمه کاوو
توره تیاره تیره شوه ستا په سردرو باندی
ښه شوله چی تیره شوه ستا خوارو بچو باندی
هره تیاره پای لری خلکو ولسو باندی
لمر دعدالت وخوت ستا په جګو غورو باندی
خو په هیواد کی د همغی ورځی نه د وینو توئیدل قتل عام او د اوښکو بهيدل پیل شول چې لا هم دوام لري

Related Articles

Back to top button