کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۳زمری، ۱۳۹۸)
ایراني چارواکو د سولې له روانې پروسې څخه ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې دوی په دې برخه کې هرې همکارۍ ته تیار دي.
د ایران لوړ پوړو چارواکو دغه خبرې له کابله له ورغلي هیئت سره چې مشري یې فضل هادي مسلمیار کوي، کړي دي.
ایران څه وخت مخکې دا خبره هم کړې وه چې دوی باید د افغان سولې په اړه یو طرفته نه شي او د یو ګاونډي هیواد چلند ورسره وشي.
دوی د سولې له روانې پروسې څخه په داسې وخت کې ملاتړ اعلانوي چې څه وخت مخکې د طالبانو یو لوړپوړي پلاوي چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوله، دې هیواد ته سفر وکړ.
د سیاسي شنونکو په اند چې طالبانو د سیمې له هیوادونو سره اړیکې پراخې کړي او د ټولو باور یې ترلاسه کړی چې په وینا یې دا د سولې په خبرو کې د دوی تله درنوي.
باید وویل شي چې نن درېیمه ورځ ده، چې د قطر په دوحه کې طالب او امریکایي استازي په اتم پړاو خبرو سره بوخت دي او ممکن هوکړه سره لاسلیک کړي.
له امریکایانو سره تر موافقې وروسته بین الافغاني مذاکرات پیلیدونکي دي.
















