کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۳زمری، ۱۳۹۸)
د امریکایي ټیم مشر زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د روانو مذاکراتو په اړه تازه ټویټونه کړي او له مهمو پرمختګونو یې خبر ورکړی دی.
خلیلزاد ویلي چې په کابل کې له مهم پرمختګ وروسته ما په قطر کې هم فوق العاده پرمختګ وکړ.
“په کابل کي د تېرې اونۍ د فوق العاده پرمختګ برسېره ما تېري څو ورځې په دوحه کې تېري کړې او د طالبانو سره مې پر هغو باقي پاته مسائلو باندي بحث وکړ، چې ښايي له هغوی سره بلقوه معامله تکمیل کاندي ترڅو موږ ته د شرایطو پر بنا د خپلو قواوو د ایستلو اجازه راکړي. موږ فوق العاده پرمختګ وکړ.”
خلیلزاد خبر ورکړی چې څو ساعته وروسته به د خپل ټاکلي تقسیم اوقات له مخې نوي ډیلي ته رهي شي او هلته به د افغان سولې په اړه د بین المللي حمایت په لړ کې د هند ملاتړ ترلاسه کړي.
خلیلزاد وړاندې لیکلي چې د دوی او طالبانو مذاکراتي ټیمونه د جزئیاتو په اړه په بحثونو سره بوخت دي.
د یادونې وړ ده چې له تیرو دریو ورځو راهیسي امریکایي او طالب مذاکراتي ټیمونه د قطر په دوحه کې په خبرو سره بوخت دي.
ویل کیږي دا ځل به دواړه خواوې یوه هوکړه لاسلیک کړي.

















