کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۱۴ زمری ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان د خلاصون شورا په دولت تور پورې کړی چې قصداً دسولې پر وړاندې خنډونه جوړوي چې ښکاره بیلګه یې ټاکنو ته پر سولې اولویت ورکول دي.
داشورا به خپله خبرپاڼه کې وړاندې لیکي، تر سولې مخکې پر انتخاباتو ټینګار د جګړې د دوام هڅه ده چې متاسفانه دې جنایت ته دولت مټې رانغښتي دي.
د خلاصون شورا غړي وايي، په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې روانې دي، خو افغان حکومت د سولې پرځای پر ټاکنو ټینګار لري، چې دا د جګړې او وژنو د دوام معنی لري.
د خلاصون شورا غړو په یوه ناسته کې سولې ته په لومړیتوب ورکولو ټینګار وکړ او وایي، چې سوله نباید د ټاکنو قرباني شي بلکې ټاکنې دې د سولې لپاره وځنډول شي.
ددې شورا مشر سید اکبر اغا وایي هغوی چې تر سولې ټاکنې مخکې بولي، نو جګړو او افغان وژنې ته لمن وهي.
د دغې شورا نور غړي هم وايي، چې سوله باید د انتخاباتو لپاره قرباني نه شي ځکه د دوی په وینا د ټاکنو په ترسره کېدو سره جګړه نه ختمیږي بلکې مشکلات ډېریږي.
داپه داسې حال کې ده چې دامهال طالب اوامریکایي پلاوی دمذاکراتو پر اتم پړاو سره راټول، اوډېر ژر به پر یوه برخلیک ټاکونکې توافق نامې لاسلیک وکړي.

















