(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۵)
د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو او امريکا تر منځ اتم پړاو خبرو کې د طالب استازو او امریکایانو تر منځ له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او له (ترهګرو) ډلو سره د طالبانو د اړيکو د پريکون پر سر اختلاف رامنځته شوی و چې دا مهال ختم شو ی دی.
یادو خبرو ته نږدې سرچينې وايي، چې دا مهال دواړو غاړو د احتمالي هوکړې د پلي کولو پر ميکانېزم خبرې روانې کړي دي.
سرچينه زياتوي، طالبان پر دې ټينګار لري چې د هوکړې پر مهال بايد چين او روسيه هم د شاهدانو په توګه حضور ولري په خبره يې د هوکړې له مخې بايد ټول بهرني پوځيان او د هغوی قرارداديان هم له افغانستانه ووځي.
په عين حال کې د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پرون په خپله تويټر پاڼه ليکلي و چې طالبانو سره اتم پړاو خبرو کې ډېر ښه پرمختګ شوی، د هوکړې پر جزياتو له طالبانو سره خبرې شوي، امريکايي ټیم او طالب استازي (پر هغو تخنیکي جزئیاتو کار کوي چې له مخې به یې له څلورو برخو جوړه یوه هوکړه وشي).
خليلزاد ويلي، د دغه خبرو له مخې به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي.
نن څلورمه ورځ ده چې په دوحه کې د طالبانو او امريکايي پلاوي تر منخ خبرې روانې دي چې ويل کيږي ښايي دغه اتم پړاو خبرو کې د دواړو غاړو تر منځ يوه هوکړه لاسليک شي.

















