کابل ټکی کام (شنبه ، ۱۹ زمری ، ۱۳۹۸ل)
کابل دطالبانو په وروستي سفر، اودازبکستاني چارواکو له لوري ددې ډلې تود هرکلي ته توند غبرګون ښودلی او دسمرقند په دې کړنې یې خپل شک څرګند کړی.
دګډحکومت دبهرنیو چارو وزارت، د ملا برادر په مشرۍ له طالب پلاوي څخه د ازبکستان د حکومت هرکلي ته غبرګون کې ویلي ،چې د سولې برخه کې ددغه هېواد پر نیت شک لري.
د یاد وزارت ویاند صبغت احمدي ویلي، له طالب استازو د ازبکستان د رسمي هرکلي بڼه او د خبرو څرنګوالی، د ازبکستان لخوا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته د زمینې برابرولو نښه نه ده.
هغه زیاته کړې، افغان حکومت تل د سولې له بهیر سره د نړیوالو، سیمه ییزو او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو له همکاریو هر کلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې ټول هېوادونه باید د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ته درنښت ولري.
دا په داسې حال کې دی چې ازبکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو کوربتوب ته چمتو دي او ملا برادر یې هرکلی کړی دی خو افغان حکومت وایي تر اوسه یې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.
طالبانو درې ورځې وړاندې ازبکستان ته سفر وکړ، هغه هېواد ددوی ورتګ خپل ویاړ وګاڼه، دطالبانو داپلاوی یې په تاریخي ځایو وګرځاوه او دوی ته یې ځانګړې ډالۍ ورکړې چې داکار دکابل دغوسې پارونې سبب شو.


















