کابل ټکی کام( شنبه، ۱۹زمری، ۱۳۹۸)
نن سهار ناوخته د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په جانان کلا کلي کې د بهرنیو ځواکونو هوایي برید ملکي تلفات رامنځته کړي.
د راپورونو پر اساس چې د یاد برید له امله یو عام کلیوال وژل شوی او څه نور تلفات هم اوښتي خو کره مالومات یې لا نه دي رسنیز شوي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه په میدان وردګو ولایت کې هم د ګډو ځواکونو لخوا شپني عملیات ترسره شوي دي.
د سیمې د خلکو په وینا چې بهرنیو او کورنیو ځواکونو د کورونو او مسجدونو دروازې ماتې کړي او د خلکو مالونو او کتابونو ته یې زیان رسولی دی.
دا عملیات تیره شپه د چک ولسوالۍ په بکسمند او څنګ ته نورو سیمو کې ترسره شوي دي.
ګډو ځواکونو دوه تنه کلیوال هم له ځان سره د بندیانو په توګه بیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې زیاته ملکي مرګ ژوبله د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې رامنځته شوې ده.


















