کابل ټکی کام( شنبه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۸)
شمالي کوریا د جنوبي کوریا او امریکا په غبرګون کې یو ځل بیا دوه لنډ واټنه توغندي ازمایلي دي.
چنوبي کوریا خبر ورکړی چې د شمالي کوریا تازه توغول شوي توغندي ۴۰۰کیلو متره هوا ته اوچت شوي او په وینا یې چې شمالي کوریا دا کار د دوی او امریکا د ګډو پوځي تمریناتو په ځواب کې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له ولسمشر سره د بیا ځل لیدو خبر ورکړ.
ټرمپ ویلي چې د کیم جونګ اون لخوا ورته یو مثبت خط رالیږل شوی چې پکې له ده سره د بیا لیدلو غوښتنه ترې شوې ده.
شمالي کوریا دا توغندي وروسته له هغه ازمایي چې څو ورځې وړاندې هم دې هیواد خبر ورکړ چې د متحده ایالتونو او جنوبي کوریا د ګډ پوځي تمریناتو په مقابل کې یې دوه توغندي ازمایلي دي.


















