کابل ټکی کام (شنبه ، ۱۹ زمری ، ۱۳۹۸ل)
کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر(یوناما) دجګړې له شکېلو غاړو غوښتنه کړې چې داختر په مناسبت اودې مقدسو مناسکو ته په درناوي باید اوربند وکړي.
یوناما افغانانو ته د لوی اختر مبارکي ترڅنګ د جګړې ښکېلو غاړو ته داسپارښتنه کړې ده چې د خوشحالۍ په دې ورځو او شپو کې دې له تاوتریخوالي لاس واخلي.
د یوناما له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې د یاد دفتر د مشر تدامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي، دی هیله من دی چې ټول هېواد کې افغانې کورنۍ وکولی شي د امن په فضا کې له وېرې پرته سره راټول شي او اختر ولمانځي.
هغه زیاته کړې، د دې لپاره چې افغانان وکولی شي دغه مهمې او نېکمرغه شیبې په خوښۍ سره ولمانځي، د جګړې له ټولو خواوو غوښتنه کوي چې د زغم او پېرزوینې د دغو شېبو درناوی وکړي او له هر ډول تاوتریخوالي ډډه وکړي.
خبرپاڼه کاږي، ملګري ملتونه به سولې، امن او سوکالۍ ته د رسېدو په برخه کې د افغانانو ملاتړ ته ژمن پاتې شي.
یوناما داسې مهال د اوربند غوښتنه کوي چې دامریکا مذاکراتي ټیم هم تر دې وړاندې په اوربند تاکید کاوه، لیکن طالبانو ددې هرڅه پر وړاندې لوی خنډ دخارجیانو موجودیت یاد کړی و.


















