…ازادي او ازاد خان ؟

ليکوال: صلاح الدين ايوبي
دلمرڅریکو دکابل فضا رو ښانه کړه دکابل په ګلورینو غرونو دلمر وړانګو خپله روښنایي لکه په یو ښکلې خونه کې چې شمعه خپله رڼا شیندی دکابل غرونه هم دلمر په واړنګو.روښانه کېدل دکابل له جنوب څخه یو سپین ږیری بابا چې په خپل ژوند کې یې د افغانستان دازادۍ ډیر جشنونه لمانځلي وه په شینه سهار کې له خپل کور څخه را ووت په یوه لاس کې یې امسا نېولې وه او بل لاس يې دیوه ګلورین ماشوم په لاس کې وه چې غالبن دماشوم عمر دشپږو یا اوه کلنو وه په ازادۍ مین بابا په خپل لمسی ازاد خان نوم ایښی وه په دې سهار یې له ازاد خان سره وعده ایښې وه چې داستقلال په جشن کې به شرکت کو او په ازاد خانه به داستقلال جشن ګورو ، دواړه دچمنې حضوري په لوري روان ول ازاد خان خپل بابا ته وویل چې بابا جانه ازادی مو له چا اخیستې او چا له مونږ نه ازادی اخیستې وه ، بابا یې ورته وویل:زما ګرانه ځویه! انګریزانو زمونږ هیواد اشغال کړی وه هماغه وه چې زمونږ پلارونو له انګریزانو سره دجهاد اوتورې په زور له انګریزانو نه خپل هویت او ازادی بېرته واخیسته نو نن مونږ هماغه ورځ چې ۲۸داسد سره سمون خوري هرکال لمانځو په خبرو خبرو لمسي او نیکه دجشن ساحې ته نېزدې شول ، دچمن شا او خواته امنیتي کمربندونه یې تر سترګو شول چې اکثره کمربندونه دامریکایي ځواکونو اونور خارجي ځواکونو له لوري تاو شوی ول ، کله چې لومړي تلاشي ته ورسېدل دخارجي عسکرو له لوري ودرول شول یومنصبدار چې خارجی وه څه یې په انګریزي ژبه وویل ، ترجمان رامنډه کړ بابا راځه اول مونږ ته تلاشي را کړه بیا به د ازادۍ جشن ولمانزی ،له پلټنې ورسته دواړه وړاندې روان شول،ازاد خان خپل بابا ته وویل باباجانه داڅنګه ازادی ده په هغه تانګ یې لیکلی دي انګستان دا خو اوس هم زمونږ په هیواد کې شتون لري ،سپین ږیري بابا سوړ اسویلي وویست راځه بچیه په دې خبرو پسې مه ګرځه په همدې خبرو خبرو چې بل کمر بند ته ورسېدل هالته له افغان عسکرو سره په ګډه امریکایي عسکرو هم پلټنه کوله پلټنه دومره سخته وه چې حتی دسترګو یو قسم مخصوص معاینات هم کېدل کله چې د امریکایانو په معصوم ازاد خان سترګي ولګېدلي سمه دلاسه یې دسترګو پلټونکو ته وړاندې کړه کله چې امریکایي د ازاد خان سترګي وکتلي ، له خوښی څخه یې مرداری شینې سترګي وځلیدي چغه کړه جګړن مایکل را ولي کله چې مایلکل له ټانګ څخه را کوز شو ،سترګو پلټونکي څه ورته وویل: جګړن نورو عسکروته امر وکړه ځان مرګی ده ټولو عسکرو شاه اوخوا ونیوله ازاد خان حیران ولاړ ده رامنډه یي کړه خپل معصوم لاسونه یې له خپل بابا څخه تاو کړل ټول امریکایي عسکر ترینه تاو شول د دواړو سترګي یې وتړلي یو غټ ټانګ ته یې پورته کړل بابا چې هر څومر چغې کړی چا یې اواز وانه ورېدو بابا او لمسي یې په نامالوم لوري بوتلل دازاد خان پلار او کاکا ګانو یې چې هر څومر پلټنه وکړه هیڅ هم ورته مالومات ونه شول له یوه یې هفتې وروسته دچمنې حضوري مخې ته دوه امریکایي ټانګونه را ښکاره شول له درېدو ورسته یې له دواړو ټانګو نو څخه نفر را کوز کړه چې یو یې معصوم ماشوم اوبل یې یو سپین ږیری وه بابا چې په خپل معصوم لمسي سترګي ولګېدي چغه کړه او زما ګرانه شکر چې پیدا شوي ورمنډه یې کړه خپل معصوم بچی یې خپلې سینې پورې ونیوه ازاد خان په خپل معصوم اواز وویل بابا جانه زما په سترګو تیاره ده زه هیڅ لیدلي نه شم کله چې بابا یې سترګوته متوجه شو چې په سترګو یې سپینه پټې تړل شوي ده ، چغې کړه زما ګرانه دا ولي مرسته وکړی اومسلمانانو په همدي وخت کې یو مسلمان موټروان په خپل موټر کې د روغتون په لوري بوتلل کله چې په روغتون کې دازاد خان له سترګو نه پټې لیر کړل شون هالته ولېدل شول چې دازاد خان سترګي امریکایانو ویستلي دي دروغتون داکتر په ژړا د ازاد خان بابا ته وویل: چې ازاد خان نور هیڅکله هم نه شي لیدلی سپین ږیري بابا نه یوچغه ووته او په خپل ځای بې هوشه پروته کله چې دې مظلومي کورنې خپله پلټنه وکړه چې ولي د ازاد خان څخه سترګې ویستل شوي بلاآخره یو ترجمان ورته ټول حقیقت وویل:چې د ازاد خان دسترګو حقیقت دا ده چې په امریکا کې د جګړن مایکل دځوی سترګې په یو ترافیکي پېښه که له منځه تللي وي ، جګړن مایکل په افغانستان کې دښکلو سترګو په لټه کې وه چې بلا آخر په دې وتوانېده چې دافغانستان داستقلال په ورځ یې ازادخان پېدا کړه او دمعصوم ازاد خان ښکلې سترګي یې خپل نجس ځوی ته واچولې.



