کابل ټکی کام (شنبه ، ۲ وږی ، ۱۳۹۸ل)
نن مشهورې قطرۍ رسنۍ 《الجزیره》 راپور ورکړ چې طالب او امریکایي مرکچیانو دمؤقت حکومت په رامنځته کېدا هوکړه کړې.
ددې رپوټ تر خپرېدا وروسته دطالبانو دمذاکراتي ټیم غړي او دسیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین پۀ خپل ټویټر ولیکل چې دموقت حکومت په اړه نشر سوی خبر له حقیقت لرې او بې بنیاده دی.
اوس ماسخوتن مهال دافغان قضیې دحل په موخه دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپل وروستي ټوېټ کې دې موضوع ته اشاره کړې.
خلیزاد لیکلي، د لنډ مهالي حکومت د جوړیدو په اړه خپرې شوې اوازې بې اساسه دي، دا پرېکړه د افغانانو خپلمنځی کار دی.
دیادونې وړ ده چې طالب او امریکایي ټیمونه له نږدې درې ورځو راهیسې دنهم پړاو مذاکراتو ته سره جرګه دي، بالعموم راتلونکي خبرونه هیله بښونکي دي، هیله ده چې داپړاو دسولې د راتګ سبب وګرځي.

