سرور دانش: دسولې هوکړه کې طالبان داسلامي امارت په نام یاد شوي چې دا داساسي قانون نقض دی
کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۱۳ وږی ، ۱۳۹۸ل)
راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ددولت ساز ټیم دویم مرستیال سرور دانش دطالب او امریکایي لوري ترمنځ په ځینې توافقاتو غبرګون ښودلی دی.
دانش وایي، د سولې په هوکړه کې د اسلامي امارت کلیمه کارول د افغانستان د ملي حاکمیت او اساسي قانو څرګند نقض دی.
نوموړي ویلي په دغه هوکړه کې د طالبانو ډلې ته د اسلامي امارت کلمه کارول شوې ده چې دا کار د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې کړنه ده.
رسنیو تر دې وړاندې هم ددغه کلمې پر سر د امریکا او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د موجودیت خبره کړې وه، خو بیا ویل کېدل چې ستونزه حل شوې ده او امريکا يې ديته اړ کړې چې هوکړه کې د طالبانو د تحريک پر ځای اسلامي امارت وليکل شي.
دا اختلافات او غبرګونونه وروسته له هغه رسنیز شول چې دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دکابل حکومت له مسودې خبر کړ.



