جمېر پینګرټن: دکابل حکومت به خاماخا سقوط کوي؛ خو دا څرګنده نه ده چې کله؟!

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۱۳ وږی ، ۱۳۹۸ل)
لوړ پوړی امریکايي مبصر، جمېز پینکرټن، لیکي پدې کي باید هیڅوک شک و نه کړي چي موږ له افغانستانه راوځو.
هغه کاږي همدا اوس په واشنګټن کي ۳۷۹ ویتنامي رسټورانټونه موجود دي، او اکثره له ویتنامه زموږ تر راوتلو راوروسته پرانیستل سول. دا ځکه کله چي جنوبي ویتنام سقوط وکړ، په سلهاوو زره ویتنامي مهاجر امریکا ته راغلل.
آلان په واشنګټن کي فقط (۳۰) افغان رسټورانټونه سته. خو په واشنګټن کي به د افغان رسټورانټونو شمېر ډېر ژر جګ سي. ځکه کله چي موږ له افغانستانه راووځو، زیات افغان مهاجر به امریکا ته راسي، او رسټورانټونه به پرانیزي.
هغه لیکي واشنګټن یو جیوپالیټیک ذهنیت لري. جمهور ریس ټرمپ د افغان د جنګ مخالف دی، او د هغه ټول ډیموکراټ حریفان هم د دې اوږده جنګ مخالف دي. نو لهذا، هر څوک چي د ۲۰۲۰ انتخابات وګټي، موږ به له افغانستانه راوباسي.
لیکوال وايي څوک نه پوهېږي چي کله به د کابل حکومت سقوط وکړي، خو دا څرګنده خبره ده چي خامخا به سقوط وکړي.
لیکوال په آخر کي لیکي په افغانستان کي زیاتي طبعي منابع سته، خو دا زیرمې به تر هغه وخته پورې استخراج نه سي، تر څو هلته ثبات نه وي راغلي.



