امریکا: سعودي کې د تیلو پر مهمو مرکزونو برید ایران کړی، حساب ورسره کوو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴وږی، ۱۳۹۸)
امریکا په سعودي کې د تیلو په سترو مرکزونو برید د ایران کړنه بولي او سخت یې غندلي دي.
دوه شپې وړاندې په سعودي کې د تیلو پر مهمو او سترو مرګزونو باندې بریدونه وشول چې دروند زیان یې اړولی دی.
که څه هم ویل کیدل چې دغه برید له یمن څخه پلان شوی وو خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بیا دغه خبر ردوي او وایي، د برید مسؤلیت د ایران پر غاړه دی.
د پمپیو په وینا هېڅ داسې اسناد نشته چې ګواکې دغه بریدونه دې له یمن څخه شوي وي.
پمپیو په خپل ټویټر همدا راز لیکلي چې ایرانی ولسمشر حسن روحاني او د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف به اوس د دغه بریدونو پړه له خپل ځانه اړوي او توجیهات به ورته لټوي خو په وینا یې، مسؤل بیا هم ایران دی.
د نوموړي په ټکو چې ایران له سلو نه په زیاتو بریدونو کې لاس لري، او زیاتوي چې امریکا به له ایران سره حساب او کتاب وکړي.
ایراني چارواکو تر اوسه د امریکا د دې خبرو په غبرګون کې کوم ځواب نه دی لیکلی.



