پاکستان د خپلو پوځيانو د وژل کيدو په تړاو د افغان سفارت شارژدافير احضار کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۴، یکشنبه)

د پاکستاند بهرنیو چارو وزارت افغانستان سره پر ګډه پوله د درې پاکستاني پوځيانو د وژنې په غبرګون کې د افغان سفارت شارژدافير احضار کړی دی.

د پاکستان پوځ پرون په یوې خبرباڼه کې وويل، چې د خيبرپښتونخوا په دير سیمه کې پوځيان پر پوله د اغزن سیم پر لګولو بوخت و چې وسله والو پرې بريد وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعتراضیه ډول د افغان سفارت شارژدافير احضار کړی او نوموړی ته يې ويلي، چې افغان غاړې ته د امنیت ټينګول د هغوی مسؤولیت دی بايد په اړه اقدامات وکړي.

تر اوسه د دغه بريد مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

Back to top button