د مذاکراتو د ځنډیدو لاملونه او پایلې ( لومړۍ برخه )

موږ د انساني تاریخ په اخري پړاو کې ژوند کوو.
اوس بې له شکه ھغه وخت را رسیدلی چې زموږ دیني کتابونو د قرآن کریم او مبارکو احادیثو په رڼا کې د فتنو یا دجل زمانه بللې!
دا چې رحمان بابا وایي:
حقیقت په دنیا ھومرہ دی نایابه
چې سیند نه شم پیژندلی له سرابه
ھمدې حقیقت ته اشارہ کوي.
نن سبا چې ھر څه زموږ پر شاوخوا پیښیږي، لاملونه یې په دوہ ډوله وي، یو حقیقي لاملونه او دویم غیر حقیقي یا ظاھري چې تر ډیرہ ھمدا دویم قسم لاملونه رسنیز کیږي.
د بیلگې په توگه د سپتمبر د یولسمې د پیښې اصلي لاملونه ھغه نه و کوم چې موږ په رسنیو کې لیدل.
ھمدا راز د سولې د خبرو ودریدل ھم د ھغه یوہ امریکائي پوځي وژل کیدل نه دي لکه ټرمپ چې وایي ځکه که داسې وي د ھمدې پوځي له وژل کیدو څو ورځې وړاندې دوہ نور امریکائي پوځیان ووژل شوہ خو د خبرو لړۍ قطع نه شوہ!
د خبرو د ودریدلو ځیني رښتیني لاملونه:
۱- د طالبانو لخوا د ډیویډ کمپ ته له ورتگ څخه انکار
۲- له موافقتنامې څخه مخکې د اوربند نه منل
۳- د امریکې جمھوریت پلوي، په ټوله کې د انگریزانو د فارورډ تیورۍ پالیسي تعقیبوي د دې ډلې یو غړی جان بولټن چې د ټرمپ د ادارې د امنیت سلاکار و او تازہ له کارہ گوښه شوی پر جگړہ باور درلود.
ټرمپ د ھمدې افراطي گروپ د فشار په نتیجه کې د مذاکراتو لړۍ ودروله.
۴- امریکا یو کاپیتالیستي ھیواد دی، سیاستوال یې یا د تیلو، وسلو او نورو سترو کمپنیو مالکان دي او یا د ھغوی بړیڅي.
د دې کمپنیو گټه په جگړہ کې دہ، که مذاکرات بریالي شي، جگړہ ودریږي نو د ھمدې گروپ فشار ھم د دې لامل شو چې مذاکرات ودریږي.
۵- د امریکا په سیاسي، اقتصادي، رسنیزو، ټولنیزو او نورو برخو کې د اروپایي یھودو خوځښت ( Zionim ) چې د لوی اسرائیل ( Greater Israel ) داعیه پر مخ وړي، تر ټولو نورو گروپونو ډیر پریکندہ او موثر رول لري.
د مذاکراتو بریالیتوب چې په نتیجه کې به یې د افغانانو په لاس افغانستان د استحکام، ثبات، یووالي او شرعي نظام پر خوا تلل، د ھغوی د داعیې لپارہ یو احتمالي خطر و.
ښایي ھغوی ھم په دې تاودہ تنارہ کې خپله ډوډۍ پورې کړې وي او پر ټرمپ یې د مذاکراتو د لغو کولو غږ کړی وي.
۶- له ۱۹۴۹ م کال را پدیخوا د امریکا د استخباراتو سازمانونه، په ځانگړي ډول سي آی اې د اپینو او ھیروینو پر قاچاق تورنه شوې.
د اتیایمې لسیزې په نیمایي کې د ډونالډ ریگن د ادارې لخوا پر سي آی اې د لگیدلو اتھاماتو مفصله څیړنه وشوہ چې په نتیجه کې یې ډیر داسې اسناد او شواھد ډاگیز شو د کومو له مخې چې د مخدرہ موادو په قاچاق کې د یاد سازمان لاس لرل ثابت شوہ.
طالبانو د خپل حکومت په دوران کې د کوکنارو کرکیله صفر ته را ټیټه کړې وہ خو په تیرو دوہ لسیزو کې، د نړیوالې ټولنې په موجودیت کې د کوکنارو کاشت فوق العادہ زیات شو.
د ملل متحد خپلې سروې گانې وایي: افغانستان د نړۍ ۹۰ سلنه اپین تولیدوي.
د مذاکراتو له لیارې د طالبانو بیا قدرت ته رسیدل دا احتمال د یقین تر کچې قوي کوي چې دا ۹۰ سلنه به بیرته صفر ته راکوزیږي نو ځکه په امریکا کې ھغه کړی گانې د استخباراتي سازمانونو په شمول چې په دې کاروبار کې لاس لري، نه غواړي مذاکرات یوہ بریالۍ پایله ولري.
ښایي دوی ھم لیونی ټرمپ په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د مذاکراتو لغو کولو ته ھڅولی وي.
۷- د امریکې د فوځ ډیري لوړ پوړي چارواکي د جگړې په اوږدو کې د ډیرو شتمنیو څښتنان شول، ھغوی د وسلو، تجھیزاتو او اکمالاتي کمپنیو له قراردادیانو خپله برخه اخلي چې د جگړې د ختمیدو په صورت کې یې دا عائد بندیږي نو ممکن ځینو فوځي کړیو ھم ټرمپ د مذاکراتو لغو کولو ته تشویق کړی وي.
۸- د منځنۍ اسیا لپارہ د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر مائیکل کوگلمن وایي: امریکا د مذاکراتو له لارې غوښتل طالبان وویشي او د خپلمنځي اختلاف په مرض یې اخته کړي خو بریالۍ نه شوہ.
د کوگلمن له خبرې دا په اسانه جوتیږي چې امریکا خپلې موخې ته و نه رسیدہ نو مذاکرات یې بند کړل.
۹- ښایي د غني ادارې چې اصلا سوله نه غواړي او پاکستان چې د سولې په خبرو کې د روسانو او مجاھدینو د مذاکراتو د زمانې په پرتله انزوا ته تللی، په گډہ او یا ھم په انفرادي توگه د سولې د خبرو په مقابل کې په امریکا کې لابي کړې وي.
۱۰-په دیپلوماتیک ډگر کې د طالبانو چټکې او بې ساری بریاوې او ھغه ھم د امریکائي پخو او منجیدلو سیاسي شاطرانو په مقابل کې که له یوې خوا ټوله نړۍ ھیښه کړې نو له بلې خوا ښایي د طالبانو د مذاکراتي ټیم د افرادو په زړونو کې یې ھم د لویي او غرور ھوا چلولي وي.
ښایي الله عزوجل ورته دا ښودل غوښتل چې الله تعالی د ھغوی د یو کال ھڅې او زیارونه د یوہ لیوني، شرابي امریکائي په یوہ ټویټ له خاورو سرہ خاورې کولای شي!
ښائي دا د ھغوی لپارہ د عبرت درس او د فکر لمحه وي تر څو یې پر الله تعالی توکل نور ھم زیات شي، تر څو پوہ شي که د الله تعالی نصرت او پیرزوینه نه وي، دوی د کفري طاقتونو په مقابل کې ھیڅ ھم نه دي!
که مولا یې پخپل فضل ږمنځ نه کا
ښې ښې ږیرې به شي سپکې لکه درب
نوټ: دا لیکنه بله برخه ھم لري او په ھغې که به په ھغو لاملونو خبرې وشي د کومو له مخې چې د مذاکراتو د بیا پیلیدو امکان شته
_____________________________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۱۳/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن



