دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

هو! نړۍ دې طالب وپیژني ..!

عاصم نشرونکی: عاصم
اکتوبر 1, 2019
کټګوریانې: افغانستان, مقالې, مهم
0
32
ځلې شریک شوی
395
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

صفي الله رائد

کلونه پس له کابل ښاره و وتم؛ له ملګرو سره په ګډه د یو دوست د واده لپاره د میدان ښار په لور وخوځېدم،  داسې یوې سیمې ته چې له کولونو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې وه، هو!  دا ځل یو همداسې کلي ته روان شوم خو! نا آرامه، زړه او نازړه..؛ ځکه زه له یو داسې ښارۀ را وتلی وم چې اوسیدونکو یې د یاد غورزنګ په باب په پراخه کچه منفي ذهنیت خپل کړی و.

په چوکۍ کې ناست څو لحظې ډارونکو خیالونو یو بل لوري ته یو وړم:

ـ برخلیک به مو څه وي؟

ـ چیر‌ې به مو ښکته کوي؟

ـ څه به راته وایي؟ او چیرې به مو وړي؟ ایا دوی به موږ ووژني ؟!!

ـ اخېر ولې؟! طالبان ولې داسې کوي؟!

ناڅاپه موټر ودرېد.

ـ طالبان دي..!

دا هم ولولئ

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

له موټر  ښکته شو..

داچې نن مې نو په لومړي ځل مخامخ د طالبانو لیدل ؤ؛ نو ځکه د دوی لیدو ته تر نورو زیاته  زما تلوسه وه خو له ډېرواندېښنو سره مل..!

خو! داسې نه ؤ؛ دلته هر څه تغیر برېښېدل؛  هغسې نه ول چې اوریدلي مې ؤ، د دوی په باب چې په رسنیزو او سوداګریزو اعلاناتو کې کومې رنګارنګ انځوریځې کیسې  خپرېدې او لیدل کېدې؛ ډېر زیات توپیر یې درلود.

داچې له نېژدې مې کله نه ؤ لیدلي نو زړه مې وکړ ترڅو له ټولو سره په لاس روغبړ وکړم خو! څو لحظې هک پک حیران ولاړ وم او یواځې  ننداره مې کوله؛  د رنګارنګ موټرسایکلونو سربیره سرک د ښایسته ؤ ځلمکیو نه ډک او ډوک ؤ، دنګ قدونه، ړنګې، بنګې ځوانۍ یې ډېرې زړۀ راښکونکې وې.

تورو  څڼو او په لاس رنګارنګ ښایسته ټوپکو یې د هر یوۀ ښکلا لا یو په دوه کړې وه. داسې لکه د رښتیني مجاهد اصلي انځور مې چې مخ ته وي، داسې لکه د یو حقیقي مجاهد انځور ته چې ګورم ..!

خو! نه پوهېدم؛ څنګه ومنم؟ څنګه باور وکړم؟ چې دا دومره ښایسته خلک دې طالبان وي؟؛ ځکه په کابل ښار کې د دې غورزنګ پر ضد  رسنیزو اعلاناتو دومره وېرولی وم چې له کابل ښاره به بیرون نه وتم مګر دلته هرڅه برعکس برېښېدل؛  داسې ښکلی مخلوق او ښایسته انسانان مې چیر‌ې هم  نه ؤ لیدلي هک پک ولاړ  وم…!

د څنګ ملګري مې راته کړل:  ګمان نه کوم چې دابه هغه جنګیالي طالبان وي چې د روانه جګړه کې ښکېل او موږ یې روزمره په اعلاناتو کې د تلوزیون پر مخ وینو؟؛ فکر کوم دا ښایسته غمي به د مدرسو طالبان او حافظان  وي!

ـ نه، لیونیه د مدرسو طالبان ندي؛ ولې ته یې دا ټوپک او چانټې نه وینې؟

ـ موټروان راغبرګه کړه: تاسو لکه چې طالبان کله نه و لیدلي؟

ـ ستاسو دواړو خبره صحي ده؛ دوی، هم طالب العلمان دي هم حافظان او مجاهدین؛ ځکه دوی کې ډېری هم دیني زدکړې کوي او هم د جنګ لومړیو کرښو ته راځي؛ اوس خو نو اوړی دی؛ مدرسې رخصت دي ټول جهاد لپاره راغلي؛ دلته ګرځي.

هو! دا هماغه طالبان دي چې تاسو یې د کابل ښار په رسنیزو اعلاناتو کې وینئ(!)

وروسته یاد موټروان د دې برحقې مجاهدې ډلې د حقانیت څو نورې په زړه پورې کیسې هم وکړې..

دغې زړۀ راښکونکې ډلې سره یې یو مشر هم سرک ته راختلی ؤ؛ لږ هاخوا ملګري او څه نور کلیوال  پرې راټول ول؛ نو زه هم ور روان شوم، تورو سترګو دنګي وني اوږدو څڼو ته یې د ډېرو  سترګې ور آوښوتې؛ شونډې یې په مسنونه اذکارو ښورېدې دملګرو ترمنځ خاموش ولاړ و.

هو!  دغه ځوان چې څمره په جمال کې پټ ؤ همدومره الله ته خوښ او دکمال څښتن هم ؤ.

  ستړې مشي کې مې لاس ور وروړاندې کړ خو! هغه غېږۀ راته خلاصه کړه او په خندا خندا یې راسره ستړي مشي وکړه.

یوسف نومېدۀ، د ملګرو تر منځ په قاري صیب مشهور ؤ مګر مخابره کې به د یوسف په نوم غږونه پرې کېدل ، پر لیدو  مې یې ذهن کې د حضرت یوسف علیه السلام دښایست،  سیرت او صورت  کیسې پرلپسې راټوکېدې..

هوکې، یوسف، په رښتیا چې د یوسف علیه السلام ریښتینی لاری ؤ؛ همدومره خوش اخلاقه، خوش طبعه او پاک زړی طالب جان ؤ؛ ناشنا اخلاق یې درلودل او یو نمونه انسان ؤ.

د دغو طالب ځلموټو ښایسته چلند او رویې په لیدو  فکر یوړم، زړۀ او ژبه مې په دغو څو جملو اوړېدۀ راوړېدۀ:

ـ هوکې، همدوی د زړونو ګټونکي دي؛

ـ همدوی ددې خاورې اتلان دي.

ـ همدوی بریمن دي.

ـ همدوی پیاړي دي، همدوی غښتلي دي او همدوی د دې وطن اصلي بچي(طالبان) دي.

هوکې، موږ افغانانو د طالب حقانیت درک کړی؛ نړۍ او رسنۍ دې درواغ نه وایي؛ هو! نړۍ دې طالب وپیژني ..!

دبیا راتلو په هیله یې..

صفي الله “رائد”

۱، اکتوبر، ۲۰۱۹

لوی ټکي: افغانستانطالبانمعرفت
مخکینې مطلب

انتخابات او که رشخند

بل مطلب

آیا تاسو ته هغه کار دروښیم چې په کولو سره یې ستاسې په منځ کې مینه او ورورولي ټینګیږي، هغه یو بل ته د سلام ورکول دي. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
افغانستان

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
افغانستان

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

وروستي

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com